غزني کې ماین چاودنې دوه وروڼه و وژل

27 عقرب 1394 ساعت 12:06

سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې دوه وروڼه وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې دوه وروڼه وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د غزني ده یک ولسوالۍ د رباط او رامک سیمو تر منځ پېښه شوې ده.
د ده یک ولسوال کریم الله اميري وايي، دغه دوه وروڼه چې په فلاینکوچ موټر کې یې مڼې بار کړې وې او د غزني ښار پر لور روان وو، په یاده سیمه کې یې پر موټر خښ شوي ماین چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې دواړه وروڼه ځای پر ځای وژل شوي دي.
د ده یک ولسوال وایي دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې ولسي وګړي یې ښکار شول.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په پکتیکا ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله دوه تنه د ښوونځي زده کوونکي ټپیان شوي وو.
جمهور آژآنس:غزني


کد مطلب: 73150

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73150/

جمهور
  https://www.jomhornews.com