پنټاګون:

حقاني شبکه په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته ګواښ ده

27 عقرب 1394 ساعت 8:09

د امریکا دفاع وزارت وايي، حقاني شبکه د امریکا له پاره ګواښ دی او امریکا په جدي ډول د دې اړتیا احساسوي، چې دغه شبکه باید تعقیب شي.


د امریکا دفاع وزارت وايي، حقاني شبکه د امریکا له پاره ګواښ دی او امریکا په جدي ډول د دې اړتیا احساسوي، چې دغه شبکه باید تعقیب شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته په واشنګټن کې کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک تېره ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې کارټر او شریف په دې کتنه کې د افغانستان د حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر خوندي کولو بحث کړی دی.
چې
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې حقاني شبکه اوس هم د امریکا لپاره ګواښ ده او دغه شبکه په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو ګواښي.
باید وویل شي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف دوه ورځې وړاندې امریکا ته په یوه سفر لاړ تر څو د افغانستان په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 73142

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com