دریو هېوادونو د نشه يي توکو پروړاندې پر ګډو عملیاتو هوکړه کړې

27 عقرب 1394 ساعت 6:49

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغانستان، قرغزستان او تاجکستان د نشه يي توکو پر ضد پر ګډو عملیاتو هوکړه کړې ده.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغانستان، قرغزستان او تاجکستان د نشه يي توکو پر ضد پر ګډو عملیاتو هوکړه کړې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي تېره ورځ د افغانستان، قرغزستان او تاجکستان هېوادونو تر منځ شپږمه ناسته کې وکړه.
ښاغلي احمدي په دې غونډه کې وویل چې درې واړو هېوادونو د لازیاتو معلوماتو پر شریکولو او د ګډو عملیاتو پر اجرا کولو هوکړه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې تر ډېره کوښښ پر دې دی، چې دغه هوکړه لیکونه عملي شي او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره همکارۍ زیاتې شي.
په ورته وخت کې احمدي دا هم وویل، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او تولید تر څنګ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د مخدره موادو د تولیدي صنعتي موادو په وراداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 73129

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73129/

جمهور
  https://www.jomhornews.com