کابل د پاکستان شارژدافېر احضار کړ

27 عقرب 1394 ساعت 6:33

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافېر د احتجاج له پاره ورغوښتی و او هغه ته یې اعتراض وکړ.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافېر د احتجاج له پاره ورغوښتی و او هغه ته یې اعتراض وکړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د باندنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان سفارت شارژدافېر یې د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان په پکتیکا ولایت د توغندیزو بریدونو له کبله احضار کړی وو.
مستغني وویل چې پاکستاني وړمه ورځ د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ د انګوراډې په سیمه کې د افغانستان د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې د راکټونو او توپونو ګولۍ وویشتې وې.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه توغنديي بریدونو په ترڅ یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې د پاکستان شارژدافېر ته خبرداری ورکړای شو چې دا ډول اقدامات د دوو هیوادونو اړیکې خرابولی شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان پوځ له خوا پر افغان خاوره توغندي ویشتلي کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا په سلګونه توغندي ورول شوي دي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 73127

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com