ماین چاودنې د ښوونځي دوه زده کوونکي و وژل

26 عقرب 1394 ساعت 10:29

سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې د ښوونځي دوه تنه زده کوونکي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې د ښوونځي دوه تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د یحی خېلو ولسوال موسی خروټی وایي، د یادې ولسوالۍ د اتلانو په سیمه کې دوه ماشومانو په یوه باغچه کې پسونه څرول چې ښخ شوي ماین پرې چاودنه کړې او دواړه یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا وژل شوي ماشومان چې د ښوونځي زده کوونکي وو، یو یې شپږ کلن او بل هغه یې هم اته کلن وو.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخستی او نه هم دا معلومه ده، چې دا ماین تازه خښ شوی او که پخوانی وو.
یحی خېل د پکتیکا ولایت یو له هغه ولسوالیو څخه ده، چې تر اوسه په کې ګڼو خونړیو بریدونو سلګونو ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهور آژآنس:پکتیکا


کد مطلب: 73108

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com