میدان وردګو کې تښتول شوي پنځه کسان خوشي شول

26 عقرب 1394 ساعت 10:11

چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو له خوا تښتول شوي پنځه تنه ولسي وګړي د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب خوشي شوي دي.


چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو له خوا تښتول شوي پنځه تنه ولسي وګړي د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب خوشي شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پنځه تنه مسافر تېره ورځ د میدان وردګ- بامیانو پر لویه لار د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا برمته شوي وو.
د میدان وردګو والي وايي، دغه پنځه تنه سهار وسله والو له موټر نه ښکته کړي و او له ځان سره یې وړي وو.
د هغه په وینا که څه هم امنیتي ځواکونو د دغه کسانو د خوشي کولو له پاره بشپړ تیاری نیولی وو، خو د دیني عالمانو او قومي مشرانو پر مټ وتوانېدو چې د وسله والو له منګولو راخوشي شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په زابل ولایت کې د وسله والو له خوا د ۷ تنو برمته مسافرو سرونه پرې شوي وو، چې په ولسي کچه یې سخت غبرګونونه راپارول.
جمهورآژنس: میدان وردګ


کد مطلب: 73107

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73107/

جمهور
  https://www.jomhornews.com