هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه و وژل شول

25 عقرب 1394 ساعت 13:40

چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن غرمه مهال د کندهار- هلمند پر لویه لار د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پېښه د ټېلر او سراچه موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړي زیاته کړه، چې په پېښه کې ۹ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوي، چې روغتون ته د درملنې له پاره لېږل شوې.
دی وايي، چې سیمې ته ترافیکي پولیس رسېدلي او د پېښې څېړنه کوي.
جمهور آژآنس:هلمند


کد مطلب: 73063

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com