امریکايي ځواکونو خوست کې ۶ ازبک جنګیالي وژلي

25 عقرب 1394 ساعت 12:40

سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو امریکايي ځواکونو په خوست ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۶ ازبک جنګیالي وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو امریکايي ځواکونو په خوست ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۶ ازبک جنګیالي وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په کاریزه سیمه کې شوې ده.
د سپرې ولسوال محمد عظیم مجاهد وايي، ځانګړي امریکايي ځواکونه یا سپېشل فورس له کابل څخه راغلي و او په یاده سیمه کې یې عملیات تر سره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکايي ځواکونو په دغه عملیاتو کې شپږ تنه ازبک جنیګالي وژلي او دوه نور یې له ځان سره ژوندي وړي دي.
ولسوال وايي چې په وژل شویو ازبک جنګیالیو کې دوه مېرمنې دي او بهرني ځواکونه له عملیاتو وروسته بېرته کابل ته ستانه شوي.
بل خوا وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې د عملیاتو پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې په دې عملیاتو کې یو وسله وال طالب، یوه ملکي ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.
طالبان وايي په ځوابیه برید کې یو شمېر امریکايي سرتېرو او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهور آژآنس:خوست


کد مطلب: 73061

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com