حکمت کرزی:

افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو ترهګر جکړه کوي

25 عقرب 1394 ساعت 8:11

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وایي، په افغانستان کې جنګېدونکي ترهګر له ګاونډیو هېوادونو راغلي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وایي، په افغانستان کې جنګېدونکي ترهګر له ګاونډیو هېوادونو راغلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلی کرزی زیاتوي، چې یوازې د کندوز د نیولو په جګړه کې ۱۳۰۰ تنو بهرنیو وسله والو ګډون کړی وو.
نوموړي ویلي چې دغه بهرني وسله وال له پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، چین او یو شمېر نورو هېوادنو څخه افغانستان ته راغلي دي.
حکمت کرزي زیاته کړې چې په افغانستان کې پر طالبانو سربېره د القاعدې، داعش، د ازبکستان د اسلامي تحریک او د ختیځ ترکمنستان د خوځښت وسله وال فعال دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاتوي، چې د دغه وسله والو ډلو موخه افغانستان نه دی، بلکې دغه ترهګر غواړي چې سیمه او نړۍ ناامنه کړي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 73043

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com