هلمند کې موټر بم برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

25 عقرب 1394 ساعت 7:29

چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه اکمالاتي کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.


چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه اکمالاتي کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ مازیګر شاوخوا څلور بجې د هلمند مرکز لښکرګا ښار اړوند د بولان سیمې د عمومي پله پر سر رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې د ګډو ځواکونو اکملاتي کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د کرولا موټر په وسیله برې چاودنه شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې یو تن ولسي وګړی وژل شوی او دولس نور ټپیان شوي دي، چې یو تن پولیس دی.
که څه هم ځواک د بهرنیو ځواکونو د زیان په اړه څه نه وایي، په سیمه کې عیني شاهدان وايي، د پېښې په ځای کې یې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ لیدلی چې په بشپړ ډړول سوځېدلی دی.
تر اوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی، خو تر دې وړاندې ورته بریدونه د وسله والو طالبانو له خوا ترسره کېدل.
جمهور آژآنس:هلمند


کد مطلب: 73038

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com