ملګري ملتونه:

له افغان دولت سره د مرستو په برخه کې ژمن یوو

24 عقرب 1394 ساعت 7:53

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې یو پلاوی وايي، ملګري ملتونه له افغان دولت سره د مرستو او ظرفیتونو د رامنځته کولو په برخه کې ژمن دي.


د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې یو پلاوی وايي، ملګري ملتونه له افغان دولت سره د مرستو او ظرفیتونو د رامنځته کولو په برخه کې ژمن دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مشرې هیلن کلارک او ورسره پلاوي له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال وکړې.
دغه ناسته کې چې تېره ورځ په ارګ کې تر سره شوه، اغلې کلارک وویل چې خوشحاله ده، چې ملګرو ملتونو د بنسټونو ارزونه بشپړه شوه او په وینا موږ اوس پوهېږو، چې افغانستان له موږ څه توقع لري.
د ملګرو ملتونو د پرمختایي ادارې مشرې وویل، چې د افغانستان دولت سره د مرستو او ظرفیتونو د رامنځته کولو په برخه کې ژمن یوو.
په ورته وخت کې ولسمشر د ملګرو ملتونو سازمان څخه وغوښتل، چې د همکار په توګه خپلې تجربې او معلومات له دولت سره شریک کړي او ستونزې باید دولتي ادارې په خپله حل کړي.
ولسمشر وویل«موږ غواړو د حکومتي ادارو ظرفیتونه لوړ کړو، تر څو د افغانستان ودې ته ځانګړې شوې ټولې پیسې برابرې شي په دې کې د ملګرو ملتونو سازمان رول باید تر پخوا لا موثر وي.»
ښاغلي غني افغانستان ته د ختیځې اسیا د تجربو په لېږد کې یې د ملګرو ملتونو رول مهم وباله چې په وینا یې په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو بنسټونه د اسانچاري رول ولري.
افغان ولسمشر غني د اقتصادي ودې لپاره اصلاحات مهم وبلل او وې ویل، د اصلاحاتو په راوړلو سره بازارونه رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړه، چې په بانکونو کې پیسې شته، خو خلکو ته د پورونو د ورکړې سیستم وجود نه لري.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، چې ملګري ملتونه بیړنیو طبیعي پېښو ته د رسیدګي په برخه کې داسې موثر سیستم رامنځته کولی شي، چې د طبیعي پېښو پر مهال د افغانستان او د سیمې د هېوادونو تر منځ همکاري او همغږي زیاته شي.
په دې کتنه کې د پولیسو د تنخواګانو د سیستم ( LOTFA) د انتقال په هکله هم بحث وسو او ملګرو ملتونو وویل، چې د افغانستان حکومت ته د دغه سیستم د انتقال عملي کولو ته ژمن دي.
همدارنګه دواړو لوریو د افغانستان د زېربناوو، انرژي او د تجدید وړ انرژي په هکله هم بحث وکړ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مشرې د ولسمشر هغه طرحه چې له مخې یې افغانستان د سیمې د وصل په مرکز بدلېدلی شي وستایله او دغه طرحه یې د افغانستان د هر اړخېزې ودې لپاره مهمه وبلله.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72991

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72991/

جمهور
  https://www.jomhornews.com