نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۵۰ میلیون ډالره مرسته کوي

23 عقرب 1394 ساعت 7:46

د افغانستان مالیې وزارت سرچینې وايي، نړیوال بانک د افغانستان په شمال کې د سړکونو د جوړېدو لپاره افغانستان ته ۲۵۰ ملیون ډالره مرسته ورکوي.


د افغانستان مالیې وزارت سرچینې وايي، نړیوال بانک د افغانستان په شمال کې د سړکونو د جوړېدو لپاره افغانستان ته ۲۵۰ ملیون ډالره مرسته ورکوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه سرچینې رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې ده چې د نړیوال بانک چارواکي نن په کابل کې د مالیې له وزیر سره یوه موافقه لاسلیک کړي.
د مالیې وزارت د رسنیو د چارو په وینا د اکلیل حکیمي او د نړیوال بانک ترمنځ په لاسلیکېدونکي موافقه کې به نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۵۰ ملیون ډالرو ژمنه وکړي څو د هیواد په شمال کې سړکونه پرې جوړ شي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72942

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com