کندهار کې بمي چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړل

21 عقرب 1394 ساعت 8:23

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په سفید روان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزی وايي، دوه تنه ماشومان چې په یاده سیمه کې د پسونو په څرولو بوخت وو، پر ښخ شوي ماین چاودنه کې او دوه یې ټپیان کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه ونه ویل.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس:کندهار


کد مطلب: 72899

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72899/

جمهور
  https://www.jomhornews.com