د افغانستان د ملي امنیت سلاکار بلجیم کې له ناټو مشرانو سره ګوري

20 عقرب 1394 ساعت 14:31

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یوه رسمي سفر بلجیم ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د ناټو له مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یوه رسمي سفر بلجیم ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د ناټو له مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي اتمر تېره ورځ بلجیم ته رسېدلی او ښايي همدا نن د ناټو له مشرانو سره د افغانستان په اړه د راتلونکو نړيوالو کنفرانسونو په اړه خبرې وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، ښاغلي اتمر د اروپايي ټولنې له مشرانو سره د دغه سازمان په مقر کې لیدلي او ټاکل شوې په بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره هم وګوري.
نوموړي زیاته کړه، چې له ناټو مشرانو سره د ښاغلي اتمر د لیدنې موخه له افغانستان سره د ناټو پر ملکي او نظامي همکاريو او پر راتلونکو پلانونو خبرې کول دي.
ښاغلي غورځنګ زیاته کړې، چې له هندي چارواکو سره هم د ښاغلي اتمر خبرې بریالۍ وې او د دواړو هېوادونو تر منځ په ګڼو برخو کې د همکاریو ژمنې وشوې.
باید وویل شي، چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر دوه ورځې وړاندې هند ته سفر وکړ او هلته یې له خپل هندي سیال او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او ځینې نورو مسایلو خبرې اترې وکړې.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72880

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72880/

جمهور
  https://www.jomhornews.com