طالبانو په پکتیا کې ۱۲ تنه ولسي وګړي برمته کړي

20 عقرب 1394 ساعت 10:36

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په پکتیا ولایت کې ۱۲ تنه ولسي وګړي له موټرونو ښکته کړي او ځان سره یې بېولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په پکتیا ولایت کې ۱۲ تنه ولسي وګړي له موټرونو ښکته کړي او ځان سره یې بېولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې ده پېښه نن د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د سید کرم ولسوال نیاز محمد خلیل وايي، وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ په بډم کنده سیمه کې دغه مسافر نیولي او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته وړي.
د هغه په وینا چې طالبانو له څلورو موټرو دغه مسافر ښکته کړي دي، چې په اړه یې د امنیتي ځواکونو له خوا پلټنې رواني دي.
نوموړي وویل، چې د طالبانو له لوري یرغمل شوي ټول ولسي وګړي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ډه، چې ویل کېږي، وسله والو څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې هم شپږ تنه قومي مشران له ځان سره بېولي، چې یو یې تېره ورځ ترې وژلی وو.
جمهور آژآنس:پکتیا


کد مطلب: 72866

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com