وردګو کې ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي

20 عقرب 1394 ساعت 7:36

چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د وسله والې نښتې او بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د وسله والې نښتې او بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه وسله وال تېره ورځ د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
سرچینه وايي، لومړی د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۸ تنه وسله وال و وژل شول.
خبرپاڼه کې راغلي، یاد وسله والو چې د مولوي حامد ډلې پورې تړاو درلود د ملااختر محمد منصور د پلویانو مرستي لپاره زابل ولایت ته تللي وو، چې د بېرته راستنېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله و وژل شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
بل خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چک ولسوالۍ په ابګذار سیمه کې د بې بیلوټه الوتکې په برید کې د وسله والو دوه تنه قومندانان چې د ملا حکمت الله په ډلې پورې تړلي وو، وژل شوي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:میدان وردګ


کد مطلب: 72852

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72852/

جمهور
  https://www.jomhornews.com