هره اونۍ لږ تر لږه ۵ زره افغانان سویډن ته پناه وړي

20 عقرب 1394 ساعت 7:26

سویډني رسنۍ وايي، هر اوونۍ لږ تر لږه ۵ زره افغان کډوال دغه هېواد ته پناه وروړي، چې دا د تېرو څو کلونو په پرتله د کډوالو د ورتګ څو چند زیاتوالی ښيي.


سویډني رسنۍ وايي، هر اوونۍ لږ تر لږه ۵ زره افغان کډوال دغه هېواد ته پناه وروړي، چې دا د تېرو څو کلونو په پرتله د کډوالو د ورتګ څو چند زیاتوالی ښيي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د سویډن (Dagens Nyheter ) ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې د روان نوومبر په لومړیو ۸ ورځو کې ۵۰۱۰ تنه افغانانو په سویډن کې پناه غوښتې ده.
ورځپاڼه وايي، سویډن ته د ورتلونکو افغانانو تر نیمايي زیات ماشومان یا تر قانوني عمر کشران دي چې سرپرست (پلار، مور، مشر ورور او خور) نه لري.
د ورځپاڼې د بهرنیو اړیکو مبصر مایکل وینارسکي (Michael Winiarski) وايي:«اکثره افغان مهاجر شیعه هزاره ګان دي او له ایرانه راځي.»
دی همداراز وايي چې داسي هیڅ علت نه شته چې دا کسان ولي سویډن ته ورځي او ولي سویډن ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
سویډن په داسې حال کې دغه هېواد ته د ګڼو افغان پناه غوښتونکو د ورتګ خبر ورکوي، چې پر دې سربېره په زرګونو افغان پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه په اتریش، کروشیا، ترکیې او المان په پولو کې بند پاتې دي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72849

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72849/

جمهور
  https://www.jomhornews.com