د ۷ تنو سرپرېکړو مسافرو قاتلین اعدام شول

19 عقرب 1394 ساعت 8:17

د زابل چارواکي او قومي مشران وايي، ځايي خلکو د هغه ۷ تنو هزاره مسافرو قاتلین وژلي چې له دغه مسافرو یې سرونه پرې کړې وو.


د زابل چارواکي او قومي مشران وايي، ځايي خلکو د هغه ۷ تنو هزاره مسافرو قاتلین وژلي چې له دغه مسافرو یې سرونه پرې کړې وو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې داعش وسله والو تېره ورځ له ۷ تنو برمته هزاره مسافرو چې درې مېرمنې، یو ماشوم او درې هم نارینه وو، سرونه پرې کړي وو.
د داعش دغه کار د سیمې اوسېدونکي او په ټولیزه توګه ټول زابلیان سخت قهرولي او دا کار یې په کلکو ټکو غندلی دی.
ځینې قومي مشران وايي، چې د سیمې قهرېدلو خلکو دغه ۸ تنه قاتلین نیولي او اعدام کړي یې دي.
خو په ورته وخت کې ځینې راپورونه وايي، چې دغه قاتلین د ملا اختر محمد منصور د ډلې له خوا نیول شوي او بیا اعدام کړای شوي دي.
د راپورونو په اساس د داعش ډلې له خوا اوه تنه وژل شوي افغانان چې څلوېښت ورځې مخکې په غزني ولايت کې تښتول سوي وو مړي يي تيره ورځ په زابل کي د پوليسو لخوا وموندل شول.
د ولسمشر غني په ګډون حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې غړو، قومي مشرانو او د ولسي جرګې غړو د داعش دغه کار په کلکو ټکو غندلی او دا یې د دښمن یوه نوې توطیه بللې چې په وینا یې په دغه ډول کارونو سره د وروڼو قومونو ترمنځ جګړې او اختلافات رامنځ ته کړي.
دوی پر افغان ولسونو غږ کوي، چې د دوښمن دغه توطیې ته متوجه اوسي او د هغوی په شومو موخو نه یوازې چې تېر نه وزي بلکې پر وړاندې یې باید سخته مقابله وکړي.
جمهور آژآنس:زابل


کد مطلب: 72804

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com