ننګرهار کې په یو شمېر بې ځایه شویو کورنیو مرستې و وېشل شوې

18 عقرب 1394 ساعت 9:57

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې په یو شمېر هغه بې ځایه شویو کورنیو ۱۶۵ ټنه غنم وېشلي، چې د جګړې له امله یې خپل کلي پرېښي دي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې په یو شمېر هغه بې ځایه شویو کورنیو ۱۶۵ ټنه غنم وېشلي، چې د جګړې له امله یې خپل کلي پرېښي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ننګرهار والي زیاتوي، چې دغه مرسته د اچین، سپین غر، نازیانو او هسکې مېنې پر بې ځایه شویو کورنیو و وېشل شوې.
د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنيف ګردیوال دغني خېلو په ولسوالۍ کې د مرستې وېش پر مهال ځايي خلکو ته وویل چې د ولایت مقام پدې کوښښ کې دی، چې ستاسې سیمې او خلک ارام او د هر ډول ګواښ څخه وژغورل شی.
نوموړي زیاته کړه دولایت مقام په غوښتنه او امنیت شورا پریکړې سره سم ننګرهار ته خوراکي غنم راستول شوي، او په راتلونکې کې به نورې مرستې هم دې سیمو ته راواستول شي.
ده وویل،چې لومړنیو وروسیدلو راپورونو له مخې په ټولیز ډول د ټولو ولسوالیو څخه ۲۳۰۰۰ کورنۍ کډه شوې، چې د ولايتي ادارې په هڅو د ټاکلي طرزالعمل له مخې د نژدې ‍۱۷۰۰۰ کورنیو سروې شوې او شاوخوا ۱۰۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکو، سرپنا او نغدي مرستې ویشل شوي دي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم د ولايتي ادارې له لورې د کوټ ولسوالۍ بې ځایه شوو وګړو ته ۱۰۰ ټنه او داچين ولسوالیو خلکو ته ۵۰ ټنه غنم ویشل شوي وو.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 72768

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com