ناروې ټول تازه ورغلي افغان پناه غوښتونکي وباسي

18 عقرب 1394 ساعت 9:48

د ناروې لومړۍ وزیرې ایرنه سولبرګ (VG) ویلي، چې دغه هېواد ته ټول نوي ورغلي افغان کډوال به بېرته کابل ته واستول شي.


د ناروې لومړۍ وزیرې ایرنه سولبرګ (VG) ویلي، چې دغه هېواد ته ټول نوي ورغلي افغان کډوال به بېرته کابل ته واستول شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې اغلې ایرنه سولبرګ (VG) زیاته کړې دغه افغان پناه غوښتونکي ځکه باسي تر څو نور افغان پناه غوښتونکي ناروې ته د ورتلو زړه ښه نه کړي.
نوموړې ویلي، تمه لري چې د مهاجرت ریاست به د ناروې د عدلیې وزارت اوامر په ځای کړي او دا پناه غوښتونکي (افغانان) به ژر تر ژره بېرته خپل هیواد ته ولېږي.
هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړې«کله چې مهاجر له روسیې راځي معنا یې دا ده چې هغوی د اقامت اجازه لري، خو دوی ممکن د دې لپاره راځي چې په روسیه کې ښه اقتصادي شرایط نه لري او په دې اوازې یې باور راغلی چې په ناورې کې ټولو ته پناه ورکول کېږي.»
باید وویل شي، چې د ناروې د مهاجرو د چارو ریاست مخکې خبرداری ورکړی و چې له دې لارې ناورې ته ورتلونکي افغانان له ناورې څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 72767

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72767/

جمهور
  https://www.jomhornews.com