د داعش په راکټي برید کې پنځه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي

9 عقرب 1394 ساعت 9:12

سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې د یوه راکټي برید پر مهال په یوه جومات کې ۱۱ تنو ولسي وګړو ته چې لمونځ یې ادا کولو مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې د یوه راکټي برید پر مهال په یوه جومات کې ۱۱ تنو ولسي وګړو ته چې لمونځ یې ادا کولو مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د اچین ولسوال حاجي غالب وايي، پېښه هغه جومات کې رامنځ ته شوې، چې د افغان ځواکونو یوې پوستې ته څېرمه موقعیت لري.
د هغه په خبره داعش وسله والو په دغه مسجد توغنديي برید کړی، چې له امله یې پنځه تنه ولسي وګړي، چې لمونځ یې ادا کولو وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د اچین ولسوال زیاتوي، چې د پېښې ټپیان ټول روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
باید وویل شي، چې په اچین ولسوالۍ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو او داعش جګړه مارو تر منځ نښتې جریان لري.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 72461

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com