کنړ کې د القاعده د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي

9 عقرب 1394 ساعت 7:49

امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د یوه هوايي برید په ترڅ کې د القاعده د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د یوه هوايي برید په ترڅ کې د القاعده د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کنړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخېل زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو الوتکې تېره شپه د کنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ په رین درې سیمه کې پر دغه وسله والو هوايي برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې د قوماندان بلال الطیب په نوم د القاعده شبکې د یوه قوماندان ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 72456

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72456/

جمهور
  https://www.jomhornews.com