وسله والو په پکتیا کې د ۶ ولسوالیو لارې تړلې دي

9 عقرب 1394 ساعت 7:41

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د میرزکې ولسوالۍ په شوات سیمه کې د غر په ماتولو او ماینونو په فرش کولو سره د دې ولایت شپږو ولسوالیو ته غځېدلې لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده.


د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د میرزکې ولسوالۍ په شوات سیمه کې د غر په ماتولو او ماینونو په فرش کولو سره د دې ولایت شپږو ولسوالیو ته غځېدلې لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پکتیا امنیه قوماندان قوماندان پاسوال زلمي اوریاخیل وايي وسله والو طالبانو تېره ورځ سهار لومړی غر مات کړی او وروسته یې ماینونه ښخ کړي دي.
په ورته وخت کې ځايي وسلوالو طالبانو ویلي چې دغه لاره یې د جنګي تکتيک له مخې تړلې او تر نامعلومې مودې به تړلې وي.
باید وویل شي، چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د جګړې ترڅنګ د لویو لارو تړلو ته هم مخه کړې ده.
څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار لویه لار هم په غزني، او زبل ولایتونو کې تړلې وه او دغه راز یې د میدان- بامیانو لار هم تړلې وه.
جمهورآژآنس:پکتیا


کد مطلب: 72454

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com