نیکولاس هایسم:

نړیواله ټولنه له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوي

7 عقرب 1394 ساعت 11:58

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم وايي، نړیواله ټولنه له افغانستان سره ولاړه ده او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.


د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم وايي، نړیواله ټولنه له افغانستان سره ولاړه ده او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي هایسم دغه څرګندونې نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د همکاریو د یوه نندارتون پر
مهال وکړې.
د ملګروملتونو د مرستندویه دفتر یوناما له خوا په یاد نندارتون کې د ماین پاکولو، ښځو او بشري حقونو په برخو کې انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي
هایسم په دغه نندارتون کې د خبرو پر مهال وویل، چې ملګري ملتونه له لسګونو کلونو راهیسې له افغانستان سره همکاري کوي او هڅه کوي، چې دا همکاري نوره هم پراخه شي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 72432

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72432/

جمهور
  https://www.jomhornews.com