جنرال رازق وايي د طالبانو په ليکو کې اختلافات رامنځ ته شوي

7 عقرب 1394 ساعت 8:17

د کندهار امنیه قوماندان او د جنوبي زون درستیزوال جنرال عبدالرازق وايي، د وسله والو طالبانو په لیکو کې د مشرۍ او واک پر سر اختلافات رامنځ ته شوي دي.


د کندهار امنیه قوماندان او د جنوبي زون درستیزوال جنرال عبدالرازق وايي، د وسله والو طالبانو په لیکو کې د مشرۍ او واک پر سر اختلافات رامنځ ته شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي رازق دغه څرګندونې تېره ورځ په کندهار کې د یوې امنیتي غونډې پر مهال کړې دي.
د کندهار امنیه قوماندان په دغه غونده کې وویل چې د طالبانو په لیکو کې اوس هر کس هڅه کوي، چې واک او مشري تر لاسه کړي، چې دغه څه د دوی په لیکو کې ژور اختلافات رامنځ ته کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو په منځ کې راپورته شوي اختلافات د دې لامل شوي چې د هغوى فعاليتونه کمزوري کړي او په کندهار کې ماته وخوري.
د هغه په وینا وسله والو طالبانو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې سخته ماته خوړلې او دا مهال یې مړي په سیمه کې پراته دي.
که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې وړاندې یې مشر ملا اختر محمد منصور په یوه مخابروي پیغام کې ویلي و، چې د طالبانو تر منځ هېڅ اختلاف نشته او په وینا یې د دې دښمن تبلیغات دي.
جمهور آژانس:کندهار


کد مطلب: 72420

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72420/

جمهور
  https://www.jomhornews.com