د بریتانیا پولیسو ۴ افغان پناه غوښتونکي نیولي

7 عقرب 1394 ساعت 7:47

د برېتانیې پولیس څلور تنه افغان پناه غوښتونکي هغه مهال نیولي، چې له یوه ټېلر موټر څخه یې ټوپ وهلی او ځانونه یې غورځولي دي.


د برېتانیې پولیس څلور تنه افغان پناه غوښتونکي هغه مهال نیولي، چې له یوه ټېلر موټر څخه یې ټوپ وهلی او ځانونه یې غورځولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه افغانان تېره ورځ له لندن ښار پنځوس کیلومتره لرې د سري سیمه کې د پولیسوله خوا نیول شوي دي.
ویل کېږي دغه افغانانو غوښتل په یوه ټېلر موټر کې ځانونه لندن ته ورسوي، خو په لار کې یې له موټر ټوپ اچولی او وروسته پولیس پرې خبر شوي او نیولي یې دي.
رپوتونه دا هم وايي، چې پولیسو ته چا پر تلېفون د دغه افغانانو خبر ورکړی و، او وروسته د سیمې ته هیلي کوپټر هم لېږل شوې دي.
په لندن کې دغه افغان پناه غوښتونکي پر داسې مهال نیول کېږي، چې دا مهال له افغانستان د ورځې په سلګونو کسان چې ډېری یې ځوانان دي، اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو روان دي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72414

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72414/

جمهور
  https://www.jomhornews.com