هند افغانستان ته ۳۵ ځانګړي کومانډو ځواکونه رالېږي

6 عقرب 1394 ساعت 7:55

د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې وايي، هند غواړي په افغانستان کې د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت لپاره ۳۵ (ITBP) کومانډو ځواکونه راولېږي.


د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې وايي، هند غواړي په افغانستان کې د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت لپاره ۳۵ (ITBP) کومانډو ځواکونه راولېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هند – تبت د سرحدي پولیس ځواک (ITBP) قوماندان کریشنا چودري وویل، د ۳۵ کومانډو ځواکونو ډله به ژر په الوتکه کې کابل ته واستول شي.
چودري دا خبره د دغه ځواک (ITBP) د تاسیس په ۵۴ مه کالیزه وکړه او ویې ویل:«موږ ۳۵ نور کومانډو د امنیت مسوولیت لپاره لېږو.»
ښاغلي چودري زیاته کړې، چې دغه کومانډو سرتېري به په کابل کې د هند د سفارت او دغه راز جلال اباد، مزارشریف، هرات او کندهار کې د هند د کونسلګریو د موجودو ساتونکو تر څنګ د دغو دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت لا ټینګ کړي.
د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې ویلي، داسي تصور شته چې په کابل کې د هند سفارت له ګواښ سره مخامخ دی او همدا علت دی چې دا ځواکونه استول کېږي.
باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د هند پر سفارت او کونسلګریو څو ځلي خونړي بریدونه شوي، چې هند یې پړه پر پاکستان اچولې ده.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72375

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72375/

جمهور
  https://www.jomhornews.com