ولسمشر غني له روسیې د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې

4 عقرب 1394 ساعت 8:06

لوېدیځې رسنۍ راپور ورکوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له روسیې د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې ده او روسیه هم چمتو ده چې مرسته وکړي.


لوېدیځې رسنۍ راپور ورکوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له روسیې د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې ده او روسیه هم چمتو ده چې مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغان او روسي چارواکو له قوله ویلي چې ولسمشرغني له روسیې د توپخانې، سپکو وسلو او مي ۳۵ جنګي چورلکو غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې په کابل کې د روسیې سفیر ورته ویلي، چې روسیه به افغانستان سره مرسته وکړي، خو په وینا یې دا هېڅکله د دې معنا نه لري چې روسي پوځیان دې افغانستان ته واستول شي.
د روسیې سفیر ورځپاڼې ته ویلي، چې روسیه به هغه بار ته هېڅکله اوږه ور نه کړي چې امریکا او ناټو په تېرو ۱۴ کلونو کې پورته نه شوی کړلی.
د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي هم د دغه خپر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان به له روسیې څخه د ترلاسه کوونکو پوځي وسایلو په بدل کې پیسې ورکړي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 72300

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72300/

جمهور
  https://www.jomhornews.com