کندهار کې د عاشورا په ورځ ١٦٥٠٠٠سي سي وينه ورکول شوه

3 عقرب 1394 ساعت 8:22

په ټول افغانستان کې د عاشورا ورځ، په ارامۍ او د شانداره غونډو او وینې د ورکړې په مراسمو سره پای ته ورسېده.


په ټول افغانستان کې د عاشورا ورځ، په ارامۍ او د شانداره غونډو او وینې د ورکړې په مراسمو سره پای ته ورسېده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه مراسم په کندهار ولایت کې هم تر سره شول، او سلګونو کسانو خپله وینه ورکړه.
د کندهار اوسېدونکو په دغه ورځ ١٦٥٠٠٠سي سي وينه د ويني بانک ته ورکړه.
له هغي څخه وروسته چې د عاشورا د ورځي په مناسبت د ويني ورکول يو دود جوړ سو ور سره سم دا مهال د عاشورا په ورځ په کندهار لسګونه زره سي سي وينه د ويني بانک ته ورکول سوي ده.
د کندهار د عامي روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، د عاشورا په ورځ يې ۳۳۰ خلطې وینه ټوله کړې ده.
پخلا وايې ۳۳۰ خلطي وینه چي ۱۶۵۰۰۰ سي سي کېږي د میرویس روغتون د امام حسین (رض) بانک ته ورکول شوې ده.
جمهورآژآنس:کندهار


کد مطلب: 72247

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72247/

جمهور
  https://www.jomhornews.com