واشنګټن په مسکو کې د بشارالاسد پر هرکلي انتقاد وکړ

30 میزان 1394 ساعت 8:12

سپینې ماڼۍ پر روسیې نیوکه کړې، چې د سوریې د ولسمشربشار الاسد څخه یې په مسکو کې تود هرکلی وکړ.


سپینې ماڼۍ پر روسیې نیوکه کړې، چې د سوریې د ولسمشربشار الاسد څخه یې په مسکو کې تود هرکلی وکړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، مسکو بشار الاسد ته سره غالۍ غوړولې او د هغه تود هرکلی وکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاند ایریک شولټز خبریالانو ته په واشنګټن کې وویل،«موږ اسد ته پر سره غالۍ هرکلی ولید، هغه چا ته چې پرخپلو خلکو یې کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.»
شولټز بیا وویل چې دا هر کلی د روسیې له هغه هدف سره په ټکر کې دی چې په سوریه کې د سیاسي واک انتقال غواړي.
باید وویل شي، چې بشار الاسد د سې شنبې په ورځ مسکو ته رسېدو سره سم له ولسمشر پوتین سره ولیدل او د روسیې د پوځي ملاتړ له امله مننه وکړي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 72170

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72170/

جمهور
  https://www.jomhornews.com