ننګرهار کې له چاوېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

30 میزان 1394 ساعت 8:05

چارواکي وايي، د افغان پوځ کمانډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هغه هینو موټر نیولی، چې ۲ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي په کې بار وو.


چارواکي وايي، د افغان پوځ کمانډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هغه هینو موټر نیولی، چې ۲ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي په کې بار وو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کمانډو ځواکونو دغه موټر تېره ورځ د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سیمه کې د تلاشۍ پر مهال نیولی دی.
د کمانډو ځواکونو چارواکي زیاتوي، چې وسله والو غوښتل په دغه موټر خونړی برید تر سره کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شو.
دغه چارواکي وايي، له موټر سره په تړاو دوه تنه لېږدونکي هم نیول شوي، چې دا مهال له کمانډو ځواکونو سره تر پوښتنو لاندې دي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 72169

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com