کابل کې د وسپنې ویلي کولو فابریکې جوړېږي

30 میزان 1394 ساعت 7:53

یوه افغان پانګوال حاجي خان محمد وردګ په پلازمېنه کابل کې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د وسپنې ویلي کولو فابریکه جوړوي.


یوه افغان پانګوال حاجي خان محمد وردګ په پلازمېنه کابل کې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د وسپنې ویلي کولو فابریکه جوړوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه فابریکه چې خان نومېږي، تېره ورځ یې د خصوصي سکتور له خوا د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ویل کېږي په دې فابریکه به ۱۲۰ میلیونه ډالر ولګول شي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به تولید ته چمتو شي.
د فابریکې مشر خان محمد وردګ وايي، چې دا فابریکه به په سیمه کې بې سارې وي او د ورځې به ۳ سوه ټنه وسپنه ویلي کولی شي.
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د یادې فابریکې په پرانستونکې غونډه کې وویل:«موږ د دې پانګونې ستاینه کوو، د ملي یووالي حکومت تیار دی چې پانګوونکو ته ښه او مناسب شرایط برابر کړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم هیله څرګندوي چې د افغانستان اوسنی حکومت په هیواد کې د پانګونې د جذبولو لپاره نورې هلې ځلې وکړي.
د احصاییو له مخې دا مهال په افغانستان کې د وسپنې ویلي کولو ۱۳ کوچنۍ فابریکې شته چې د ورځې شاوخوا ۶۰۰ ټنه وسپنه ویلي کوي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72164

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com