د سوریې ولسمشر په یوه ناڅاپي سفر روسیې ته تللی

29 میزان 1394 ساعت 11:11

د سوریې ولسمشر بشار الاسد په یوه نا اعلان شوي سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی او له خپل سیال پوتین سره یې په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.


د سوریې ولسمشر بشار الاسد په یوه نا اعلان شوي سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی او له خپل سیال پوتین سره یې په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوی وايي، ولسمشر اسد پرون ناوخته روسیې ته په سفر ورغلی دی.
دیمتري پیسکوی خبريالانو ته ويلي چې دواړو مشرانو د ترهګرۍ ضد جګړې د څرنګوالي او په سوريه کې د روسيې د هوايي بريدونو د دوام په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
د سوریې ولسمشر په داسې حال کې مسکو ته سفر کړی، چې ویل کېږي روسیه او امریکا تازه په سوریه کې د عملیاتو د همږۍ پر سر موافقه کړې ده.
امریکا ویلي، چې د دغه موافقې جزیات به د روسیې په خوښه علني نه شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 72126

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com