افغان پوځ ته د شدیدو امنیتي احضاراتو امر شوی

29 میزان 1394 ساعت 7:45

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ملي امنیت شورا د افغان پوځ ټولو قول اردوګانو ته د شدیدو امنیتي احضاراتو امر کړی دی.


د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ملي امنیت شورا د افغان پوځ ټولو قول اردوګانو ته د شدیدو امنیتي احضاراتو امر کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي دغه پرېکړه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې شوې.
سرچینه وايي په یاده غونډه کې د امنیتي وضعیت تر اروزولو وروسته د امنیتي پوستو د پياوړتیا او د افغان ځواکونو د تجهیز اصلاحي طرحه تصویب شوه.
خبرپاڼه کې ویل شوي، امنیت شورا اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د ټول هېواد قول اردوګانې باید شدید احضارات ونیسي او له نوې طرحې سره سم دې د پوستو د پیاوړتیا او د ګواښونو د دفعه کولو په برخه کې عملي اقدامات وکړي.
امنیت شورا دغه راز په ناامنه سیمو کې په ځانګړو عملیاتو کې د ملکي خلکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
باید وویل شي، امنیت شورا دغه ګام پر داسې مهال اخیستی، چې دا مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 72116

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72116/

جمهور
  https://www.jomhornews.com