جرمني، ترکیه او ایټالیا هم افغانستان کې سرتېري پرېږدي

28 میزان 1394 ساعت 8:17

د ناټو یو قوماندان وايي، جرمني، ایټالیا او ترکیه هم غواړي چې له ۲۰۱۵ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو موده وغځوي.


د ناټو یو قوماندان وايي، جرمني، ایټالیا او ترکیه هم غواړي چې له ۲۰۱۵ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو موده وغځوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ناټو دغه قوماندان جنرال فلیپ ایم بریدلوف رویټرزخبري اژانس ته ویلي:«زموږ ګڼو متحدانو مخکې لا په اوسنۍ اندازه د ځواکونو د پرېښودو لپاره خپله لېوالتیا راسره شریکه کړې ده.»
باید وویل شي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې پنشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه ټول سرتېري نه پاسي او ۵۵۰۰ سرتېري به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه په دغه هېواد کې پرېږدي.
تر دې وروسته د تېرې د جمعې په ورځ د ایټالیا صدراعظم متیو رینزي وویل، چې حکومت یې په دې شېبو کې ورته پرېکړه کوي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 72070

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com