د لومړي ځل له پاره طالبانو د امریکا یوه جنګي الوتکه ویشتلې ده

28 میزان 1394 ساعت 8:07

امریکايي چارواکو منلې چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو له لوري د دوی یوه ایف ۱۶ جنګي الوتکه ویشتل شوې ده.


امریکايي چارواکو منلې چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو له لوري د دوی یوه ایف ۱۶ جنګي الوتکه ویشتل شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه الوتکه څو ورځې وړاندې د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې ویشتلې وه،
د امریکا پوځي چارواکي وايي، دا پرمختللې الوتکه، چې ۱۰۰ ملیون ډالره ارزښت لري، په افغانستان کې ویشتل شوې او سخته زیانمنه شوې ده.
که څه هم ځینو رسنیو د الوتکې د لوېدو سیمه او هغه ټوټې هم ښکاره کړې، خو د امریکا پوځي چارواکي وايي، الوتکه یو مخ له کاره نه ده لوېدلې.
امریکايي پوځي چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ویلي، چې د الوتکې ټانکۍ لګېدلې خو پېلوټ توانېدلی چې تر هوايي ډګره یې ورسوي.
خو هغه مهال طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې امریکايي الوتکه یې د سې شنبې په ماښام ویشتې او غورځولې ده.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 72068

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72068/

جمهور
  https://www.jomhornews.com