د میدان وردګو د فوايد عامې رييس د بډو په تور نیول شوی

27 میزان 1394 ساعت 9:51

د میدان وردګو چارواکي وايي، د دغه ولايت د ټول ګټو چارو رييس د بډو اخيستو په تور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوى دى.


د میدان وردګو چارواکي وايي، د دغه ولايت د ټول ګټو چارو رييس د بډو اخيستو په تور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوى دى.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي سید یونس نجفي زاده پرون له غرمې وروسته نیول شوی دی.
د خوږیاڼي په خبره له دوی سره د نجفي زاده د نیول کېدو په تړاو هېڅ همغږي نه ده شوې، خو معلومات یې ترلاسه کړي، چې یاد منسوبین د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو د څانګې کارکوونکي وو.
په ورته وخت کې د میدان وردګو د فوايد عامې رياست یوې سرچینې ویلي چې د دې ادارې یوه کارکوونکي د فوايد عامې د ريیس په نیول کېدو کې مرسته کړې.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 72047

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72047/

جمهور
  https://www.jomhornews.com