سوریه کې د القاعده شبکې یو مهم قوماندان وژل شوی

27 میزان 1394 ساعت 9:35

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په هوايي بریدونو کې د القاعده شبکې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.


د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په هوايي بریدونو کې د القاعده شبکې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي، وژل شوی القاعده قوماندان صنافي النصر نومېږي.
پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، صنافي النصر سعودي تبعه او یو پخوانی تروریست و، چې د القاعده شبکې په مالي چارو کې یې پراخه تجربه درلوده.
دغه راز دوی زیاته کړې، چې النصر د القاعده شبکې د خراسان ډلې له مشرانو څخه و، چې پر لویدیځو اهدافو د حملو د سمون لپاره له پاکستان څخه سوریې ته استول شوی و.
د پنټاګون په بیان کې د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر له قوله ویل شوي دي چې دې عملیاتو د القاعده شبکې پلانونو لپاره لویه ضربه ورکړه.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 72045

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com