افغانستان، زمبابوې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه

27 میزان 1394 ساعت 7:06

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، په دوهمه پنځوس اوریزه نړیواله سیالۍ کې زمبابوې ملي لوبډلې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه.


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، په دوهمه پنځوس اوریزه نړیواله سیالۍ کې زمبابوې ملي لوبډلې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه لوبه چې په زمبابوې کې تر سره شوه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۷۲ هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري محمد نبي او نورعلي ځدران تر ټولو ډېرې منډې وکړې، نبي د سلیزې په پوره کولو سره ۱۱۶ او نورعلي بیا ۶۰ منډې وکړې.
د لوبې په دوهم پاڼه کې زمبابوې لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه، خو د افغان توپ اچوونکو له خوا ډېرو منډو ته پرېنښودل شول.
زمبابوې په ۴۷ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۳ منډې وکړې او ویې نه شوای کولای د افغانستان له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي.
د توپ اچونې په برخه کې دولت ځدراڼ، سمیع الله شنوازي، افتاب علم دوه دوه لوبغاړي وسوځول او محمدنبي، حمزه او راشدخان ارمان یو یو لوبغاړي وسوځول.
باید وویل شي، چې د دې سریز لومړی لوبه د تېرې جمعې په ورځ زمبابوې ګټلې وه، خو دوهمه یې افغانستان ترې وګټله.
د دې سریز راتلونکې درې نورې لوبې به په راتلونکو ورځو کې تر سره شي، چې دریمه لوبه به یې سبا سه شنبې د افغانستان پر وخت ۱۲ بجې پیل شي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 72033

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72033/

جمهور
  https://www.jomhornews.com