سرتاج عزیز:

امریکا دې په جنوبي اسیا کې د قدرت د توازن له خرابولو لاس واخلي

26 میزان 1394 ساعت 13:21

په داسې حال کې، چې د پاکستان لومړی وزیر امریکا ته روانېدونکی دی، د هغه د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیر پر امریکا غږ کړی، چې په جنوبي اسیا کې د قدرت د توازن له خرابولو لاس په سر شي.


په داسې حال کې، چې د پاکستان لومړی وزیر امریکا ته روانېدونکی دی، د هغه د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیر پر امریکا غږ کړی، چې په جنوبي اسیا کې د قدرت د توازن له خرابولو لاس په سر شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سرتاج عزیز دغه څرګندونې نن له رسنیو سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې نواز شریف به له اوباما سره د پاکستان او هند د اړیکو په اړه هم خبرې اترې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له هند سره د پاکستان د خبرو اترو د بیا پیل اجنډا امریکا ته د نواز شریف د سفر په سر کې ده او په دې اړه به دواړه لوري خبرې وکړي.
سرتاج عزیز په ورته وخت کې پر امریکا غږ کړی، چې په سیمه کې د د طاقت توازن په پام کې ونیسي او د هغه له خرابولو لاس واخلي.
ده ویلي، په داسې حال کې، چې د پاکستان او هند اړیکې کړکېچنې دي، امریکا باید هند ته د نویو وسلو او ستراتېژیکو مرستو ورکولو څخه ډډه وکړي.
د پاکستان د ملي امنیت مشاور دا هم ویلي، چې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو بیا پیل ته د دریم ګړي په توګه چمتو دی.
نوموړي ویلي، چې نواز شریف به له اوباما سره د افغانستان په اړه هم خبرې اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما امریکا ته د نواز شریف د سفر په اړه ویلي، چې امریکا به پر پاکستان او نورو اړخونو فشار راوړي، تر څو افغان طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 72014

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72014/

جمهور
  https://www.jomhornews.com