حامد کرزی:

د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل به ستونزې لا ډېرې کړي

26 میزان 1394 ساعت 7:59

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانان به یوازې په هغه صورت کې د بهرنیو ځواکونو حضور ومني چې د سولې لامل شي.


پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانان به یوازې په هغه صورت کې د بهرنیو ځواکونو حضور ومني چې د سولې لامل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا حضور نه یوازې ترهګر ځپلي نه دي، بلکي پياوړي کړي یې دي.
حامد کرزي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې په غبرګون کې ویلي د امنیتي تړون په لاسلیک سره هم د افغانانو د تمې خلاف د نا امنۍ لمن پراخه شوې ده.
کرزي له دې کبله هم پر اوباما نیوکه کړې چې د خپلې پرېکړې د اعلان پر مهال یې د جګړې د فصل یادونه کړې ده.
هغه ویلي، چې د دې اصطلاح کارول څرګندوي چې د افغانستان خلک به په دوامداره توګه په جګړه کې ښکېل وي او د جګړې نورو فصلونو ته باید انتظار وباسي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان به یوازې په هغه صورت کې د بهرنیو ځواکونو حضور ومني چې د ترهګرو د له منځه وړلو او د سولې لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې پنشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ۵۵۰۰ امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې په افغانستان کې پاتې شي.
نوموړي وویل چې دغه ځواکونه به د افغان ځواکونو روزنه او دغه راز د القاعده پر ضد جګړه کوي.
که څه هم حامد کرزي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدا د ستونزو د زیاتولي لامل بللی خو افغان حکومت د اوباما له دغه پرېکړې هرکلی کړی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 72000

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com