کابل کې تښتول شوې جرمنۍ خوشي شوه

26 میزان 1394 ساعت 7:43

د جرمنې د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه جرمنۍ مېرمن چې دوه میاشتې وړاندې د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې تښتول شوې وه، خوشې شوه.


د جرمنې د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه جرمنۍ مېرمن چې دوه میاشتې وړاندې د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې تښتول شوې وه، خوشې شوه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر ویلي، په دې زښت خوشاله شوی چې یوه جرمنۍ خوشي شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
د اسوشیتیدپریس خبري اژانس وايي، ولټر په دې باب چې دا مېرمن، څرنګه خوشي شوه څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت، افغان ځواکونو او د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې یې له جرمني ځواکونو څخه یې مننه کړې، چې د دې ښځې په خلاصون کې یې مرسته کړې.
په ورته وخت کې د جي ټي زید ویاند (Tanja Gönner) ډي پې اې خبري اژانس ته ویلي، چې دوی په دې خورا خوشاله شوي چې هغه خوشي شوې ده.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 71995

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com