ننګرهار کې ماین چاودنې دوه پولیس ټپیان کړل

25 میزان 1394 ساعت 12:01

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي، او نور چا ته یې زیان نه دی اړولی.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي، او نور چا ته یې زیان نه دی اړولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار ۱۰:۳۰ د مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، د چاودنې هدف د امنیتې قوماندانۍ د بشري حقونو مدیر وو.
د هغه په وینا چې د امینې قوماندانۍ د بشري حقونو مدیر له چاودنې روغ وتلی خو دوه پولیس ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71982

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com