د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په برید کې د ISI يو غړى هم وژل شوى

25 میزان 1394 ساعت 7:58

د امريکا عملياتي متخصصان وايي، په کندوز ولایت کې پر يوه روغتون د برید پر مهال يوه پاکساني پوځي هم هلته شتون درلود.


د امريکا عملياتي متخصصان وايي، په کندوز ولایت کې پر يوه روغتون د برید پر مهال يوه پاکساني پوځي هم هلته شتون درلود.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوى په دې باور دي چې دغه پاکستانى د ISI لپاره کار کاوه او په کندوز کې يې د وسلوالو طالبانو د بريدونو د همږغۍ لپاره له همدغه روغتون څخه کار اخيست.
د امريکا د استخباراتو يوه پخواني کارکوونکي چې نوم يې نه دى ښوول شوى، ويلي، استخباراتي ادارو د دې پاکستاني فعاليتونه څارل.
په ورته وخت کې د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د استخباراتي معلوماتو له مخې له دې روغتون څخه وسلوالو طالبانو د قوماندې او کنټرول د مرکز په توګه استفاده کوله او ښايي درنې وسلې هم په کې ځاى پر ځاى شوې وې،خو په خبره یې تر اوسه داسې څرګند اسناد نه دي خپاره شوي، چې ښکاره کړي په دې حمله کې کوم پاکستانى هم وژل شوى وي.
باید وویل شي، چې په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکو په برید کې لږ تر لږه ٢٢ کسان و وژل شول، چې د روغتون کارکوونکي او ناروغان و.
دا په داسې حال کې ده، چې د بې پولې ډاکترانو خیریه ټولنه وايي، یو نړیوال پلاوی چمتو دی چې په کندوز کې د دې ټولنې پر روغتون د امریکايي ځواکونو د برید په اړه پلټنې وکړي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 71974

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com