ننګرهار کې ۱۱ ماشومان د قاچاق وړونکو له منګولو ژغورل شوي

23 میزان 1394 ساعت 8:47

د افغانستان د ملي امنیت لوری ریاست په ننګرهار ولایت کې د هغه ۱۱ تنو ماشومانو د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې د یوې ترهګرې ډلې له خوا پاکستان ته د دیني زده کړو په نامه د ترهګریزه زده کړو له پاره وړل کېدل.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه ماشومان تېره ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په لومړمۍ ناحیه کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې ترهګرو ډلو غوښتل دغه ماشومان د ترهګریزه زده کړو تر لاسه کولو په موخه پاکستان ته ولېږدوي، چې د ملي امنیت له ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، نیول شوي ماشومان د کنړ ولایت د شګیل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، چې دا مهال خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
سرچینې په دې اړه چې څوک له دې کار سره په تړاو نیول شوي او که نه او دغه راز د لېږدونکو ترهګرو کړیو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار

کد مطلب: 71919

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71919/

جمهور
  https://www.jomhornews.com