پکتیا کې یوه جنګي الوتکه غورځول شوې ده

22 میزان 1394 ساعت 7:12

رپوټونه وايي، د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ ولسوالۍ کې یوه جنګي الوتکه غورځېدلې، چې وسله والو طالبانو یې د ویشتو ادعا کړې ده.


رپوټونه وايي، د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ ولسوالۍ کې یوه جنګي الوتکه غورځېدلې، چې وسله والو طالبانو یې د ویشتو ادعا کړې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د کوهسین په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په الوتکه د وسله والو له لوري، د درنو وسلو ډزې وشوې او وروسته نسکوره شوه.
د دوی به خبره چې تر پېښې وروسته سیمې ته نورې چورلکې هم ورسېدې او ګزمې یې کولې.
د پکتیا امنیتي چارواکي هم یوازې د خلکو د خولې د دې خبر پخلی کوي، خو په اړه یې نور معلومات نه لري، چې الوتکه خپله لوېدلې او که ویشتل شوې ده.
بل خوا وسله والو طالبانو ویلي، چې دغه الوتکه دوی ویشتې او نسکوره کړې ده.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه الوتکه د کومو ځواکونه ده.
باید وویل شي، چې دا په دې روانه اونۍ کې څلورمه ځل دی، چې چورلکې او الوتکې غورځي.
وړمه ورځ په بامیانو او لوګر ولایتونو کې هم د افغان پوځ دوه چورلکې لوېدلې وې، چې له امله یې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، او تر هغې بیا دوه ورځې وړاندې په کابل کې د ناټو په یوه مرکز د دغه ځواک چورلکه پرېوتې وه، چې پنځه تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.
جمهور آژانس:پکتیا


کد مطلب: 71881

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71881/

جمهور
  https://www.jomhornews.com