طالبانو د لومړي ځل لپاره د ملا محمدعمر عکس خپور کړ

21 میزان 1394 ساعت 14:10

وسله والو طالبانو د لومړي ځل له پاره د خپل مشر ملا محمد عمر تر مرګ وروسته د هغه اصلي تصویر خپور او پخلی یې کړی دی.


وسله والو طالبانو د لومړي ځل له پاره د خپل مشر ملا محمد عمر تر مرګ وروسته د هغه اصلي تصویر خپور او پخلی یې کړی دی.
جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه تصویر چې رسنیو ته رسېدلی د طالبانو له خوا ویل کېږي، چې د ملا محمد عمر د طالبۍ په دوره کې اخستل شوی دی.
د فرانسې آژانس ویلي، دا عکس په ۱۹۸۷ کال اخیستل شوی دی یعني هغه وخت چي عمر په کندهار کې د مدرسې طالب وو.
آژانس ته طالبانو ویلي چې دغه عکس لومړی تور او سپین وو خو وروسته بیا د دوی له لوري رنګه کړای شوی دی.
افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره د خپل وژل شوي مشر ملاعمر عکس په رسمي وګه خپور او د هغه د ریښتینولي پخلی یی کړی دی.
باید وویل شي، چې تر اوسه پورې د ملاعمر یوازې هغه تصویر په رسنیو کې خپرېده چې د هغه یوه سترګه پکې ړنده وه ده او توره راداره لونګۍ یې پر سره ده.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 71864

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com