د ملي اردو دوه چورلکو سقوط کړی دی

21 میزان 1394 ساعت 7:15

ولایتي او سیمه ییز چارواکي وايي، په بامیانو او لوګر ولایتونو کې د افغان پوځ دوه چورلکو سقوط کړی چې ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.


ولایتي او سیمه ییز چارواکي وايي، په بامیانو او لوګر ولایتونو کې د افغان پوځ دوه چورلکو سقوط کړی چې ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې لومړی چورلکه تېره ورځ د بامیانو ولایت په غازان دره کې او بله هغه د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې غورځېدلې دي.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي وايي په بامیانو کې په غورځېدلې چورلکه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي، په خروار ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.
نوموړی د چورلکې د لوېدو علت تخنیکي ستونزې ښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په کابل کې د ناټو یوه چورلکه د دغه ځواکونو پر یوه مرکز پرېوتې وه او یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71838

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71838/

جمهور
  https://www.jomhornews.com