طالبانو د داعش پر وړاندې ځانګړی ځواک جوړ کړی

20 میزان 1394 ساعت 7:39

وسله وال طالبان وايي، په افغانستان کې یې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې یو ځانګړی ځواک جوړ کړی، چې د نورو په پرتله له زیاتو امکاناتو برخمن دي.


وسله وال طالبان وايي، په افغانستان کې یې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې یو ځانګړی ځواک جوړ کړی، چې د نورو په پرتله له زیاتو امکاناتو برخمن دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب سرچینو بې بي سي ته ویلي، چې دغه ځواک د منتظره قطعو په نوم یادېږي، چې ځوانان د داعش پر وړاندې روزي.
طالب سرچینو ویلي،چې په ځینو سیمو کې د ولسوالۍ په کچه د دغه ځواک جوړښت رامنځته شوی او ځینو هغو کې د درو لپاره دغه تشکیل ورکړل شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، « هو داسې ځواک شته ! هرڅوک چې داسلامي امارت پرخلاف ګام واخلي دا ځواک به یې پر وړاندې غبرګون ښيي او دا دفاعي قطعې دي، تعرضي اړخ هم لري او خلک بې له شکه چې زموږ له قطعاتو سره یوځای شوي دي. خلک نه یوازې په یوه سیمه کې بلکې په هر ولایت کې له موږ سره یو ځای شوي دي.»
طالبان د داعش پر وړاندې د نوي ځواک د جوړېدو خبرې پر داسې مهال کوي، چې څو ځلې د افغانستان په ختیځ او سویل کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ سختې نښتې او مرګ ژوبلې هم رامنځ ته شوې دي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 71803

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com