د ناټو چورلکې په لوېدو کې پنځه تنه امله وژل شوې

20 میزان 1394 ساعت 7:08

په کابل کې د ناټو ځواکونو یوه چورلکه غورځېدلې، چې له امله یې په کې سپارو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په کابل کې د ناټو ځواکونو یوه چورلکه غورځېدلې، چې له امله یې په کې سپارو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چورلکه تېره ورځ په کابل کې د دې ځواکونو په مرکزي کمپ غورځېدلې ده.
ویل کېږي، په دې پېښه کې د چورلکې پنځه تنه امله وژل شوې او پنځه نور ټپیان شوي، خو ناټو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
ناټو په پېښه کې د دوی په وینا د دښمن لاس لرل هم رد کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ځواکونو یوه چورلکه غورځېدلې وه.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71798

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71798/

جمهور
  https://www.jomhornews.com